په چاپېریال د جګړې د اغېزو په اړه د ملګرو ملتونو په خپور کړي راپور کې راغلي، چې د غزې جګړې په سیمه کې بې ساري ډول خاوره او هوا ککړه کړې ده همداراز جګړې روغتیايي سیستمونه ویجاړ کړي او سلګونه ټنه کثافات یې په سیمه کې خپاره کړي دي.

د ملګرو ملتونو د چاپیریال پروګرام لخوا لومړنۍ ارزونه ښیي، چې جګړې په چټکۍ سره د غزې تړانګې په ساحلي لندبل، د بیارغونې په سیمه، د اوبو د پاکولو، د درملنې تاسیساتو، د لمریزې بریښنا په تاسیساتو او ععد پانګونې په برخه کې د پرمختګ مخه نیولې ده.

په راپور کې راغلي چې چاودېدونکو توکو شاوخوا ۳۹ میلیونه ټنه کثافات تولید کړي دي.

په راپور کې دا هم راغلي، چې د غزې تړانګې هر متر مربع ځمکه اوس له ۱۰۷ کیلو ګرامو زیاتو کثافاتو څخه ډکه شوې ده.

په راپور کې زیاته شوې چې د ۲۰۱۷ کال د عراق په موصل کې د جګړې له امله د تولید شویو کثافاتو پنځه برابره زیاتوالی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version