لیکوال: امید افغان

ګلبدين حکمتیار چې په اوويايمه لسيزه کې د شوروي اتحاد په وړاندې د افغانانو د يوه ټولي مشرې کوله او يو سپيڅلی جهاد يې ترسره کاوه؛ حکمتيار د شوروي اتحاد له ماتې وروسته په کور دننه له نورو د واک نشې په سر اخيستونکو سره خونړیو کورنیو جګړو ته ننوت.

هغه په نوييمه لسيزې کې حتی د خپل ځان لپاره د قدرت ترلاسه کولو په موخه له احمد شاه مسعود او دوستم سره هم تړون او معاهدې لاسليک کړې؛ د خپل حزب لپاره یې د مالي تمويل په موخه پاټکونه جوړ کړل.

د هيواد پلازمينه کابل يې لوټې لوټې کړ، په دې در بدريو کې يو خوا دی او بل خوا جمعيت اسلامي ښکېل وو، د دوی د واک ترلاسه کولو نشې د شوروي اتحاد په وړاندې د افغانانو د مبارک او سپيڅلي جهاد ثمره په اوبو لاهو کړه، افغانستان یې د سيميیزو هېوادونو نيابتي رقابتونو خوندي ډګر وګرځوو.

د دوی ترمنځ د سولې په موخه به سهار او ماښام اسلام اباد د شوروي اتحاد په وړاندې د ترسره کړي جهاد د مشرانو (ګلبدين حکمتیار، مسعود، مجددي، رباني او نورو کوربه) وو، چې د دوی دې نشې د افغان ولس سپيڅلی جهاد په دې نامه پاکستان ته منسوب کړ، چې پاکستان کې به ويل کېدل: جهاد افغانستان دفاع يې پاکستان.

د کورنيو جګړو، در بدريو، د قدرت جزايرو، پاټکونو او نورو بې شماره ناخوالو سره د طالبانو اسلامي تحريک په نامه د ولس له منځه يو خوځښت ته لاره هواره کړه، هغه خوځښت چې په کمه موده کې د رب په نصرت او د متدين مسلمان افغان ولس په ملاتړ يې افغانستان د دې جهاد خرڅونکو له شر څخه پاک کړی

پر ۲۰۰۱ کال افغانستان باندې د امريکا له اشغال وروسته د مخالفينو د اشغال په وړاندې تر اخيرې سلګۍ د جنګېدونکو صفوفو په لړ کې يو د ګلبدین حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي هم وو، هغه حزب چې تل به یې مشر همدا خبره کوله، چې د يو امريکايي سرتيري په شتون کې به وسله په ځمکه کې نه ږدي.

خو حکمتيار په ۲۰۱۴ کال کې له دې دريځ څخه ۱۶۰ درجې تغير وکړ او د يو څو عادي امتيازاتو لپاره د وخت کابل ادارې ته چې مالي او هر ډول د امريکا له ملاتړ برخمنه وه تسليم شو او وسله یې کېښوده.

هغې ادارې ورسره کړيو شرايطو کې يو هم په کلي توګه عملي نه کړ، خو د واک نشې حکمتيار دلته بيا له خپل مسیر بې لارې کړ او نوموړی د واک ترلاسه کولو لپاره د ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماند شو.

حکمتيار د هغو ټاکنو لپاره نوماند شو، کوم چې امینت، مالي لګښت او هر څه یې د امريکايانو په لاس کې وو‌، خو په حکمتيار واک د ديد او حقيقت د درک سترګې ړندې کړې او نوماند شو، خو له دې بې ثباته دريځ او حالت سره نوموړي په ټول افغانستان کې څه باندې اتيا زره رايه ترلاسه کړه، چې د کابل ادارې د مشرۍ ترلاسه کولو لپاره د ټوکو او رشخند نوماند حکيم تورسن هم ترې ډيرې رایې وړې وې.

دې خام او ټيټ او لوړ بې ثباته سياست سره حکمتيار د ولس په مینځ کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړ او د مبينې فتحې راتګ سره نوموړي ته‌ د کابل ادارې ته د تسلیمېدو په بدل کې يوازې يو مسجد، کور او ميلمستون پاتې وو او کړی شل کلن جهاد یې په‌ دې وپلوره کوم چې هرڅه يې دولتي وو.

د نوموړي د مبارزې اوږد عمر په درشل کې حکمتيار په دې ونه توانېده چې د خپل زوی او لمسي فکر هم اصلاح کړي، دا ډيره نادره ده.

د افغانستان په تاریخ کې د مشرانو او هر ډلې د مسؤلینو او مشرانو زامنو د خپلو پلارانو په قدم تګ کړی، خو د حکمتيار هرڅه خلاف د دې دي؛ د نوموړي لمسي دا تير يو کال مبارزه شروع کړې او د جنګي قاتلانو په تور له نړۍوالو د خپل نيکه محاکمه کېدل غواړي؛ زوی یې بيا ورځ تر بلې د سيکولري افکارو او ډلې خاوند کېږي او د خپل پلار په کړې مبارزې د چليپا خط را کش کوي.

حکمتيار په تيرو څه کم څلورو لسيزو کې په متواتره توګه په اوونۍ کې يو ځل نه يو ځل خپل دريځ بدل کړی دی، ده په تيرو دريو کلنو کې د خپلو کړو خبرو او ادعاوو ځواب په خپله ويلی او هرڅه یې خپله ځواب کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت چې د سنګينت اساس او تاريخ لري، د حکمتيار په بې ځايه ادعاوو او خبرو یې حتی عادي وياندويان هم تبصرې نه کوي، نو د نوموړي په ميډيا کې پاتې همفکران يو ورځ له خلق سره منلو او ګډ فعاليت نغارې ډنګوي، بله ورځ جمهوريتانو او بله ورځ د إمارت سره.خو دی او پلويان يې نه د دين شول او نه دنيا؛ په دواړو کې پاتې دي، له حکمتيار زده کيږي، هغوی چې د‌ جهاد او قتال خوږه ثمره د خپل واک او قدرت لپاره قرباني کوي انجام به یې د مجددي او حکمتيار په شان وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version