بهرنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د ياد وزارت سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي په يوه ناسته کې کابل کې د روسیې له سفير دیمیتري ژیرنوف سره د افغانستان او روسیې د اړیکو په نوي پړاو، کازان غونډه کې د شوو تفاهماتو او په دوه اړخیزو کاري کمېټو بحثونه او خبرې کړي.

سرچينه وايي، کابل کې د روسیې سفير ژیرنوف ښاغلي متقي ته د روسیې لپاره د افغانستان د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت سپارلی او هیله یې څرګنده کړې چې د ډيپلوماتیکې کچې لوړېدو سره به د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې په ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.

خبرپاڼه وايي، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې له روسیې سره د اړیکو نوی فصل مهم بللی او هیله یې څرګنده کړې چې په دې پړاو کې به دواړه هېوادونه وتوانېږي چې په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version