بهرنیو چارو وزارت وایي، ‏د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ د دغه وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره کتلي.

د یاد وزارت په وینا، دې کتنه کې دواړو لوریو د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو او متقابلو ګټو پر بنسټ د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا خبرې کړې دي.

ښاغلي متقي په خپلو خبرو کې په اقتصادي برخه کې روان پرمختګونه د روښانه راتلونکي لپاره ښه پیل بللی.

له بل پلوه افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ژمنه کړې، چې هېواد به یې د ښه ګاونډیتوب د اصل له مخې په سیاسي او اقتصادي ډګر کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version