د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په تازه څرګندونو کې ویلي، چې هېواد به یې د یوه خپلواک هېواد په توګه فلسطین په رسمیت وپېژني.

مکرون تېره ورځ (پنجشنبه، د زمري دویمه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دغه پرېکړه به د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې اعلان کړي.

د فرانسې ولسمشر ویلي، په دې سره به فرانسه له جي اووه هېوادونو لومړنی هېواد وي، چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني.

د فرانسې د ولسمشر دې پرېکړې د صهیونیستي رژیم په کابینه کې توند غبرګونونه راپارولي. د دغه رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا د حماس د حکومت په رسمیت پېژندل بللي او د بهرنیو چارو وزیر ګیدعون ساعر بیا دا پرېکړه د اکتوبر اوومې د قربانیانو پر مخ څپېړه بللې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version