د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه کې ویلي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري.
نوموړي ویلی، چې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ اړیکې د تقابل نه، بلکې د همکارۍ پر بنسټ دي.
ښاغلي متقي ټينګار کړی، چې افغانستان په خپل جیو-اکانومیک موقعیت سره هڅه کوي چې منځنۍ اسیا له لوېدیځې اسیا سره وصل کړي.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان له نږدې نیمې پېړۍ بې ثباتۍ وروسته، اوس د یو اسلامي نظام تر چتر لاندې واقعي ثبات او سرتاسري سولې ته رسېدلی؛ د حکومتولۍ بنسټونه ورځ تر بلې پیاوړي کېږي، اداري فساد له منځه تللی او د چارو پر ډیجیټل کولو کار روان دی.
مولوي امیرخان متقي دا هم ویلي، چې افغانستان په سیمه ییزو پروګرامونو او نوښتونو کې، په ځانګړې توګه په منځنۍ آسیا کې د ترانسپورت، ریل پټلۍ، چاپیریال ساتنې او پراختیایي نوښتونو کې په فعاله توګه ګډون ته لیواله دی.
