د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د چین له ځانګړي استازي سره کتنه کې د دوهاړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا، سیمهییز امنیت، او د ارومچي مذاکراتو د بهیر پر پرمختګ تفصیلي خبرې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، د چین ځانګړي استازي د ارومچي مذاکراتو بهیر د سیمهییز ثبات او همغږۍ لپاره یو مهم چوکاټ بللی او زیاته کړې یې ده، چې د دې بهیر راتلونکی پړاو باید عملي پایلو ته زمینه برابره کړي.
په ورته مهال د هېواد بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د سیمې ثبات، توازن، اقتصادي همکارۍ، او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې د افغانستان د بهرني سیاست اساسي محور جوړوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د خبرو د بهیر بریالیتوب د واقعي اقداماتو، د باور د فضا پیاوړتیا پورې تړلی دی او افغان حکومت په دې برخه کې د پام وړ ګامونه اخستي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو دغه راز ټینګار کړی، چې د ارومچي مذاکراتو راتلونکی پړاو باید د روښانه، عملي او پایلهمحورې اجنډا پر بنسټ پرمخ ولاړ شي.


