د بهرنيو چارو وزير، مولوي امير خان متقي او د عمان د بهرنيو چارو وزير بدر بن حمد البوسعيدي ټيليفوني خبرې کړي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، دواړو لوریو پر دوه اړخيزو اړيکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو، ټرانزیټي او ترانسپورتي همکاريو پر پراختيا هر اړخيزې خبرې کړې دي.

ښاغلي متقي عمان ته خپل وروستی سفر ګټور بللی او د دواړو لوریو پلاوو سفرونه یې د اړیکو ټینګښت برخه کې مهم بللي دي.

نوموړي خپل عماني سیال ته بلنه ورکړې، تر څو په مناسب وخت کې کابل ته سفر وکړي.

د عمان د بهرنيو چارو وزير د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تبادله د همکاريو د پراختيا لپاره مهمه بللې او زياته کړې یې ده، چې نږدې راتلونکي کې به د عمان د هوايي چلند تخنيکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.

بدر بن حمد البوسعيدي کابل ته د سفر چمتووالي ښودلی او هيله يې څرگنده کړې، چې د سفر پر مهال د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا په اړه ګټورې خبرې اترې ترسره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version