‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۱مې ناستې څنډه کې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره کتلي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ‏په دې کتنه کې دواړو لوريو پر دوه اړخيزو اړيکو، سيمه ييزو پروژو او دوه اړخيز تجارت او ټرانزيټ خبرې وکړې.

دې کتنه کې ښاغلي متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو کچې له لوړېدو سره هيله ښودلې، چې دوه اړخیزو اړیکو کې عملي همکارۍ لا پراخې شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د افغان ټرانس پراختیایي پروژې په څېر سترو پروژو کې عملي پرمختګونو باندې د دواړو هېوادونو پر رول ټینګار کړی.

همداراز دې کتنه کې د افغانستان، پاکستان او چين بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ پر راتلونکې ناستې، چې ټاکل شوې کابل کې ترسره شي هم خبرې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version