‏د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې سرمنشي، روزمیري ان ډیکارلو، سره ټلیفوني خبرې کړي.

بهرنیو چارو وزارت وایي، دواړو لوریو د راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو، د هېواد او سیمې پر وضعیت، په بشري برخو کې د همکارۍ‏، پر اقتصادي حالت او د مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او د خصوصي سکتور پر کاري ګروپونو خبرې کړې دي.

ښاغلي متقی ویلي، که څه هم په تیر کال کې تر دوه مليونو زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي، خو د افغان حکومت له لوري دغه پروسه ښه مدیریت شوې ده.

نوموړي د ګډوالو موضوع ته په اشارې ویلي، چې بشري موضوعات باید سیاست سره ونه تړل شي، خو متأسفانه چې په عمل کې دا کار کیږي.

د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی، چې په سیاسي، امنیتي، اداري او اقتصادي برخو کې افغانستان ښه روان دی‏ او د یوه هیواد په استثناء د سیمې او ګاونډ هېوادونو سره یې اړیکې غوړیدلي او د لا پرمختګ په حال کې دي.

له بل لوري په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیالې سرمنشي د ټلیفوني خبرو له فرصت څخه مننه کړې او ټينګار یې کړی چې راستنېدونکي کډوالو ته باید په مناسبه او انساني توګه د ستنېدو زمینه برابره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version