کله چې انسان وجدان، عقل، درک او ملي احساس ونلري، يوازې شخصي ګټه او د خپل مقام ساتنه ورته مهم وي، بیا هېواد، ملت، دين او ولس ورته ارزښت له لاسه ورکوي. دا ډول انسان د پيسو، څوکۍ، شهرت او د بهرنیانو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره، له هر چا سره لاس يو کوي او خپلې مخې ته نه ګوري.
هغه څه چې نن سبا یې مقاومت جبهه او د هغې مشر احمد مسعود په پام کې لري، د نړۍوالو سياسي او اقتصادي بنديزونو کندې ته د هېواد له ورټېل وهلو پرته بل څه نه دي. داسې معلومېږي چې نوموړی دا چاره د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره یو مناسب وړاندیز ګڼي.
احمد مسعود باور لري چې اوس د افغانستان د بيا اشغال لپاره د پوځونو لېږل او نظامي يرغل بې ګټې دی، پايله به يې د شوروي اتحاد او امريکا په څېر وي، دا لاره پخوا یوازې د یرغلګرو او د هغوی د څنګلورو د ماتې لامل شوې ده. نوموړي له دې تجربې وروسته ظاهراً سياسي ـ اقتصادي لاره غوره کړې ده او تر ډېره د افغانستان د پرمختګ پر ځای د هېواد د تحریم کولو، له ګاونډیو او نړۍوالو هېوادونو سره یې د اړیکو د مخنیوي غوښتونکی دی.
د دې خام او بې تجربې ځوان په خبرو او فکر کې، تېرې شوې تیاره او بدمرغې دورې ته له ورګرځېدو، د اوسني غوره او پرمختللي نظام له ړنګولو او د غربي هېوادونو د بې قيد و شرط اطاعت او فرمان بردارۍ په ځنځیر د هېواد له تړل کېدو پرته بل څه نشته؛ داسې یوه غیرمنطقي او غیرعاقلانه چاره چې يو آزاد او ویښ انسان ته د منلو وړ نده.
لکه څرنګه چې د احمد مسعود پلار فرانسه د افغانستان د ژغورنې يوازينی امید باله او په ځلونو یې دا خبره په خپله خوله تکرار کړې، نن یې زوی هم دا خيالي تمه په همدې هېواد پورې تړي او د بدلون یوازینۍ لاره یې ګڼي. خو په دې نه پوهېږي چې د دې ډول کيسو ویلو وخت تېر شوی او د اورېدلو لپاره یې څوک تیار ندي.
احمد مسعود وایي نړۍ د افغانستان له اوسني حالت څخه بې خبره ده او هغه څه چې ښودل کېږي له حقيقت څخه برعکس دي. په دې پلمه غواړي له بهرنيانو د مرستو او ملاتړ غوښتنې دریځ پیاوړې کړي. خو په دې نه پوهېږي چې نن سبا رسنۍ د نړۍ اصلي ځواک دی او هېڅ حقيقت د نړۍوالو له سترګو نشي پټېدای. د افغانستان اقتصادي پرمختګ، د هېواد ټوليز امنيت، د سياسي او اقتصادي اړيکو وده او آن د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه هغه لاسته راوړنې دي چې د اشغال له پای ته رسېدو وروسته ترلاسه شوې دي، افغان شریف ملت هم ټینګار ورباندې کوي او داسې حقیقت یې بولي چې انکار نشي ترې کېدلی. دا هر څه په ملي او نړۍوالو رسنيو کې هم په ښه توګه منعکس او د انصاف لرونکو تر سترګو او آند رسېږي.
احمد مسعود نه پوهېږي چې دا ډول خبرې يوازې د ده کمزورتيا او بې وسي څرګندوي. د بهرنيو دروازو ټکول او د ملاتړ غوښتنه د ده سياسي سستي او روحي ګډوډي را برسېره کوي، ځکه غرب له خپلو ګټو او موخو پرته د چا ملاتړ نه کوي. هغوی دومره هوښيار دي چې د يوه ناپوه ځوان په تشو خبرو نه غولېږي او نه ځان په ازموینو او ستونزو کې ښکېلوي، نه د راتلونکې په اړه له فکر کولو پرته اقدام کوي.
هر څومره چې دا تښتېدلي مخالفین د ملاتړ د جلبولو ډېره هڅه کوي، هغومره خپله ناکامي او بې کفایتي خلکو ته بربنډوي او د دې لامل کېږي چې څوک باور پرې و نه کړي.
په دې کې شک نشته چې د اوسني افغان حکومت په شتون کې نړۍ په احتیاط ګام اخلي، د پخوانیو مهرو د کارولو او ملاتړ پر ځای له افغانستان سره د متقابل درک، منطق او عقلانيت پر بنسټ ولاړې اړيکې ازمویي، او دا کار د دواړو لوريو په ګټه ورته ښکاري.
دا ټولې غونډې، ناستې پاستې او خبرې – اترې، بې پايلې او بې ګټې طرحې دي چې نه يوازې کومه پایله نلري، بلکې د مخالفینو په تاوان تمامېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
