د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد پر خپل ایکس د یوه وضاحت په خپرولو سره ویلي، چې له پاکستاني رژیم شوې هوکړه ګډه اعلامیه نه ده.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې په دې هوکړه کې دا جمله «او نه به د هغو ګروپونو د بریدونو ملاتړ کیږي، چې د پاکستاني حکومت خلاف دي.» د اسلامي امارت همیشنی دریځ دی، چې د نورو پر وړاندې به د افغان خاورې کارولو ته اجازه نه‌ورکول کېږي.

ښاغلي مجاهد دا هم ویلي، چې اسلامي امارت د بل چا پر وړاندې د کوم برید ملاتړ نه کوي او په دې دریځ یې تل ټینګار کړی دی.

د افغان حکومت د مرکزي ویاند په خبره دې هوکړه کې اصلاً د دواړو لورو تر منځ د یو بل پر وړاندې د «عداوت» د هېڅ حرکت پر نه ترسره کولو توافق شوی، «چې مهم ټکی دی.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version