د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، هغو مېله‌والو (سیلانیانو) چې تېره ورځ یې نورستان ولایت کې بې نظمي ترسره کړې وه، د امربالمعروف ریاست او امنیه قومندانۍ په ګډو هڅو نیول شوي دي.

ښاغلي خیبر زیاته کړې، نیول شوي کسان نورستان ولایت ته له وسلو سره ننوتي وو او هلته یې هوایې ډزي او نوره بې نظمي ترسره کړې وه، چې نیول شوي او بې وسلې کړای شوي هم دي.

ښاغلي خیبر ټینګار کړی، چې اختر د خوښۍ لپاره دی، نه د نورو خلکو د اذیت لپاره او په وینا یې هیڅ چاته اجازه نه‌شته چې خلکو ته د اذیت سبب وګرځي او یا هم غیر شرعي اعمال ترسره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version