روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اتریش په جنوب د ګراتڅ ښار په یوه ښوونځي کې د یوه وسلوال کس د ډزو له کبله لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

د اتریشي چارواکو په وینا، په وژل شويو کسانو کې د برید کوونکي په ګډون څو تنه د ښوونځي زده‌کوونکي شامل دي.

د معلوماتو له مخې د یادې پېښې د انګېزې په اړه د پولیسو له‌خوا څېړنې پیل شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version