سنډې ګارډین ورځپاڼې په خپل يوه راپور کې ليکلي چې ټاکل شوې چې د هند حکومت په ممبۍ کې د اسلامي امارت له خوا معرفي شوي قونسل (اکرام الدین کامل) ته رسمیت ورکړي.

ياده ورځپاڼه وايي په پام کې ده چې اکرام الدین کامل د یادې قونسلګرۍ د دویم سکرټر په توګه وټاکل شي.

د يادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو راوروسته به دا د نوي ډیلي او کابل ترمنځ د ډېپلوماټیکو اړیکو د رسميت په لور د پام وړ ګام وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version