بهرنیو چارو وزارت وایي، په تاشکند کې د افغانستان سفیر شیخ عبدالغفار بحر د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره کتلي.
بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو تفصیلي خبرې شوي.
د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو همداراز د افغان ټرانس پروژې، افغان سوداګرو ته د ویزې اسانتیاوو او د سرحدي چارو د سادهسازۍ پر موضوعاتو هم خبرې کړې دي.