د هېواد دفاع وزارت ويلي، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد، شمال ختیځو سیمو ته د خپل سفر په ترڅ کې د بدخشان ولایت د کران و منجان، د زیباک له توپخانې، واخان او پامیر ولسوالیو څخه لیدنه کړې.
ښاغلي مجاهد د خپل سفر پر مهال د افغانستان له هغو مهمو ستراتیژیکو سرحدي سیمو څخه هم لیدنه کړې، چې له چین، تاجکستان او ډیورنډ کرښې سره نښتي دي.
د دې لیدنې پر مهال د هېواد دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د سرحدي ځواکونو له فعالیتونو او چمتووالي څخه ارزونه کړې او ټینګار یې کړی، چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او سرحدونو ساتنه د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ مسؤلیت دی.
نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې د سرحدي ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو، لازمې همغږۍ او اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره به لا ډېرې هڅې ترسره شي.


