د عامې روغتیا وزارت سرپرست، مولوي نور جلال جلالي بادغیس ته د سفر پرمهال دغه ولایت کې په لومړي ځل د پیلېدونکي دولتي روغتیایي علومو انسټېټیوټ پرانیسته وکړه.

د یاد وزارت د خبر له مخې، ښاغلي جلالي د دغه انسټېټیوټ جوړېدل لويه لاسته راوړنه بللې او دا یې په دغه ولایت کې د نيمه روغتيايي لوړو زده‌کړو برخه کې د شته تشې ډکول او په دغې برخه کې د ستونزو له منځه وړل یاد کړي دي.

ښاغلي جلالي زیاته کړې، چې د دې روغتیایي علومو انسټېټیوټ تشکیلاتي جوړښت بشپړ شوی او مناسب ځای ورته ځانګړی شوی، چې په مرسته به یې د یاد ولايت سلګونه زده کړيالان په څلورو بېلابېلو څانګو کې خپلې زده کړې ترسره کوي.

بل خوا ‏د بادغيس ځایي اوسېدونکو د عامې روغتیا وزارت له ورغلي پلاوي څخه د مننې تر څنګ روغتيا برخې سره د نورو همکاريو غوښتنه کړې، چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ له لوري ورته د پاملرنې ډاډ ورکړل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version