د پاکستاني طالبانو غورځنګ د تېرې فبرورۍ مياشتې بريدونو د تفصیلي راپور په خپرولو سره ويلي، چې ځواکونو یې تېره مياشت په ۳۵۲ بريدونو کې د پاکستان بېلابېلو ادارو ۵۶۴ کسان هلاک کړي، ۳۹۹ یې ټپيان کړي او ۱۸ نور یې ژوندي نيولي دي.
په راپور کې راغلي، چې همداراز په یاده موده کې د پوځ او پوليسو ۴۲ نقلیه وسایطو، ۷۵ امنیتي کامرو تخریب سربېره ګڼ شمېر تاسيسات ويجاړ کړي او زیات شمېر مهمات یې هم ترلاسه کړي دي.
د یاد غورځنګ ځواکونو تر ټولو ډېر ۱۴۱ بريدونه په وزيرستان، ۴۱ په ټانک او ۳۸ باجوړ ولايتونو کې ترسره شوي دي.
