لیکوال: ارغوان وطنیار

د افغانستان په ګاونډ او سیمه کې د سیمه ایزې اجماع لپاره د اتحاد یوه څپه راپورته شوې ، هغه کار چې باید ډیر پخوا شوی وای چې اوس یې هم کیدل خیر مقدم ګڼوو.

افغانستان د منځنۍ اسیا هیوادونو سره په یوه لیکه پروت دی ، د منځنۍ اسیا هیوادونه تقریبا د روسیې د سیاسي سیوري لاندې منطبق خپل سیاستونه ترسیموي او روسیه په سیمه کې یوازنی قوت دی چې غواړي سیمه د امر یکا او ناټو د انحصار څخه را وباسي ددې کار لوی لامل دادی چې امریکا په روسیې حلقه ډیره راتنګه کړې وه او روسیه مجبوره شوه دده په غولي پروت اکراین ته سبق ورکړي ، امریکا او ناټو په اکراین کې کابو یو لاسپوڅی نظام ساتلی ؤ او دغه چاره د روسیې ملي امنیت ته سترګواښ و.

او روسیې په اکراین جګړه پیل کړه او اروپایې د خوراکي توکو له کمبود سره مخ کړه چې د موادو د کمبود په اساس ټوله اروپا اقتصادي کرکیچ سره مخ شوه ، ځکه چې اکراین دخوراکي توکو لوی صادرونکی هیواد و ، روسانو اول ددې هیواد زیربنا ورختمه کړه او بیا یې ورته ودانۍ او نظامي مراکز له منځه یوړل ، اټومي بټۍ یې ترې یوړه.

ظاهرً اکراین هیله لرله چې د ناټو غړی هیواد شي او دا هغه درواغجنه هیله وه چې امریکا او ناټو ښاغلي زیلیسنکي ته ورکړې وه ، که اکراین ته دا غړیتوب ورکړل شوی وای نو روسیه او سیمه یوبل کړکیچ ته ننوتله ، د ناټو د ټلوالې منشور دادی که چیرې یې کوم غړي هیواد ته ګواښ پیښیږي ټول به یې په ګټه دفاع او ملاتړ ته دانګي.

که اکراین د ناټو غړیتوب درلودای نو اوس به یوه نړۍ جګړه پیل شوی وای ، د روسانو متحدینو به یوه جبهه او د ناټو ټلوالې به بله جبهه لرلای او نړۍ به دریمې نړۍوالې جګړې په بټ کې ټڅیدله.

راځم خپل اصلي هدف ته چې د امریکا د واک د انحصار دیوال نړول د غریبو او دریمو هیوادونو په خیر دی ، داچې روسانو دا جسارت وکړ او اسلامي امارت باندې یې بندیزونه لغوه کړل او دوی سره رسما د تعامل میدان ته کیوتله بیا یې تېره اونۍ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وويل، چې په منځنۍ اسيا کې يې د روسيې له شريکانو سره پر دې موضوع خبرې کړې دي او دوی به ګډه اسلامي امارت سره پر تعامل پرېکړه وکړي.

قزاقستان ورپسې متعاقباً طالبان د بندیزونو او ترهګرۍ له لیسته باسي او د تعامل غږ پورته کوي.

او ددې هیواد ولسمشر وویل: له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا اهمیت ته په کتو دا چې د طالبانو واکمنۍ اوږدمهاله ده،‌ دوی یې د ترهګرو له نوملړه وایستل.

ظاهراً په سیمه‌ییزو مسلو او رقابتونو کې، په تېره بیا د افغانستان په تړاو، قزاقستان ځان له روسیې سره یو ځای کوي او د طالبانو د حکومت په اړه د روسیې دریځ ته په پام سره به د دغه هېواد نننۍ پرېکړه کمزورې وي.

خو دا باید هېره نه کړو چې قزاقستان له افغانستان سره ګډه پوله نه لري او تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له افغانستان سره څه باندې ۲۵۰۰ کیلومتره ګډه پوله لريښاغلي پوتین د مې په ۲۸مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل:”موږ باید حقایق په پام کې ونیسو او اړیکې جوړې کړو. افغانستان د ټولو لپاره د نه منلو وړ او روښانه ستونزې لري. له اوسني حکومت سره يې څنګه اړيکې ټينګې شي، بله پوښتنه ده.

خو اړیکي باید په یو ډول جوړې شي، دا هغه کسان دي چې دا هېواد او دا خاوره کنټرولوي او د افغانستان اوسني واکمنان دي.

“په ۲۰۰۵ کال کې د قزاقستان سترې محکمې طالبان “ترهګر” اعلان کړل او د دغه هېواد په خاوره کې یې پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

طالبان چې نژدې درې کاله وړاندې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، لا هم د ټولیز امنیتي تړون په نورو غړو هېوادونو قرغیزستان، روسیه او تاجکستان کې یوه “ممنوعه ډله” ګڼل کېږي.

افغانستان ، سیمه او منطقه باید د امریکا د نیابتي خرمستیو څخه وژغورل شي ، امریکا د سیمې د بې ثباتۍ لپاره خپلې ډلې که د داعش په نامه دي که د نورو جنګي جبهو په نامه دي تر خولې مسلح کوي او دلته بیا افغانستان د خپل دګټو په میدان بدلوي خپل سیاسي رقیبان له دې ځایه تهدیدوي.

سیمه او ګاونډي هیوادونه به ددې جګړې قرباني هم وي دا به یوازې افغانستان نه وي چې زیان ګوري ټوله منطقه به د اور خوراک شي همدې تهدید او واقیعت ته په کتو روسانو سیمه کې د افغانستان سره د اجماع ګام پورته کړ او نور هیوادونه یې هم وهڅول ترڅو د افغانستان د مراقبت او ملاتړ لپاره را ودانګي .

افغانستان او په سیمه کې پراته هیوادونه د یو وجود برخې دي که یو یې زخم وګوري دغه میکروب ټول بدن ته سرایت کوي نو ښه داده چې له درملنې مخکې یې وقایه وشي.او وقایه یې سیمه کې ګډه اجماع ده ، سیمه ایزه اجماع کولای شي چې د غربي توپان په مقابل کې ودریږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version