له پښتونخوا څخه سرچينې هندوکش غږ ته وايي چې د خیبر ولسوالۍ د باړې تحصیل د شلوبر په سیمه کې نامعلومو کسانو پر يوه پاکستاني پولیس سرتېري علامه خان ډزې کړي چې په نتیجه کې نوموړی هلاک شوی.

سرچينه وايي د هلاک شوي پوليس علامه خان جسد مرده خانې ته انتقال شوی او پولیسو د لټون عملیات پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د امنيتي او نظامي ادارو د کارکوونکو هدفي وژنې تر بل هر وخت ډېرې شوي چې لويه برخه یې د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړي ترسره کوي او پاکستاني حکومت په مخه نيولو کې پاتې راغلی ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version