د ‏ناټو سازمان خبر ورکړی، چې خپل ټول ځواکونه یې له عراقه ویستلي او اروپا ته یې لېږدولي دي.

راپورونه وایي، دغه پرېکړه ایران، امریکا او صهیونیست رژیم د جګړې له پیل او د ایران پلوه مقاومت ډلو د بریدونو له زیاتېدو وروسته شوې ده.

د «سرایا اولیاء الدم» په نوم یوې نیمه پوځې وسله‌والې ډلې ویلي، چې په تېرو شلو ورځو کې یې عراق کې د ناټو پر ځواکونو دقیق بریدونه کړي دي.

د یادې ډلې ویاند ویلي، چې د همدې بریدونو د شدت له امله ناټو اړه شوې، چې خپل ځواکونه له عراقه وباسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version