د ناټو سازمان خبر ورکړی، چې خپل ټول ځواکونه یې له عراقه ویستلي او اروپا ته یې لېږدولي دي.
راپورونه وایي، دغه پرېکړه ایران، امریکا او صهیونیست رژیم د جګړې له پیل او د ایران پلوه مقاومت ډلو د بریدونو له زیاتېدو وروسته شوې ده.
د «سرایا اولیاء الدم» په نوم یوې نیمه پوځې وسلهوالې ډلې ویلي، چې په تېرو شلو ورځو کې یې عراق کې د ناټو پر ځواکونو دقیق بریدونه کړي دي.
د یادې ډلې ویاند ویلي، چې د همدې بریدونو د شدت له امله ناټو اړه شوې، چې خپل ځواکونه له عراقه وباسي.
