د رویټرز د راپور له مخې، د مصر د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، نبیل فهمي د عربي اتحادیې د نوي سرمنشي په توګه ټاکل شوی دی.
د راپور له مخې، د نوموړي ټاکنه د اردن په کوربهتوب د عربي اتحاديې د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ غونډه کې شوې ده.
د یادونې ده، چې نبیل فهمي تر دې وړاندې په امریکا کې د مصر د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
دا ټاکنه داسې مهال کېږي، چې غزه، سوډان او لبنان کې د جګړو له امله د یادې ټولنې پر فعالیتونو نیوکې زیاتې شوې دي.


