په کابل کې د قطر سفارت وایي، له نړیوالې ټولنې سره یې د افغانستان د اړیکو پراختیا په اړه د یوناما او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارواکو ترمنځ غونډه جوړه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې دې ناسته کې کابل کې د قطر سفیر، د یوناما سرپرستې، د یوناما سیاسي مسئول، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رئیس او د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رئیس ګډون درلود.
یاده ناسته کې نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکو په راتلونکي او د دغو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.


