د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره واشنګټن ته رسېدلی.
د راپورونو له مخې، نتنیاهو ویلي چې غواړي د امریکا او ایران ترمنځ د روانو مذاکراتو په تړاو خپل مشخص وړاندیزونه ټرمپ ته وړاندې کړي.
د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر، واشنګټن ته له رسېدو سره سم د امریکا مرکچي پلاوي له مشر سټیو وېټکاف سره هم کتلي دي.
