یمني رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني، په عمان کې د حوثي غورځنګ (انصارالله) له ویاند محمد عبدالسلام سره کتلي دي.

دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر دوه‌ اړخیزو اړیکو سربېره، د سیمې پر وروستیو بدلونونو او د تهران او واشنګټن ترمنځ پر وروستیو اټومي مذاکراتو خبرې شوې دي.

المسیره خبري شبکې د راپور له مخې، دې کتنه کې د «جهاد او مقاومت محور» پر یووالي هم ټینګار شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version