Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ننګرهار: څه باندې ۵۱ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
    افغانستان

    ننګرهار: څه باندې ۵۱ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه

    صابر افغانصابر افغان22 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ننګرهار ولایت مسولینو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کرل شویو کوکنارو د لمنځه وړلو خبر ورکړی دی.د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلی وایي، چې د کوکنارو د کښت د لمنځه وړلو کمپاین په دوام یې تېره ورځ د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې په ۵۱ جریبه او دوه بسوې ځمکه باندې کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي او یاده اندازه ځمکه یې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړېده.هغه وویل: ” د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد په ګډون اچين، سره رود، خوګیاڼو، سپین غر، پچیراګام، رودات، شینوارو او چپرهار ولسوالیو په ځينو سیمو کې کوکنار کرل شوي و، چې د امنیه قومندانۍ د منسوبینو لخوا له منځه وېوړل شول او یاده اندازه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه”.نوموړی وایي، چې دغه کمپاین د سلواغې میاشتې په اتمه نېټه د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه پیل شوی دی او تر هغې به دوام کوي، څو چې ټول کرل شوي کوکنار له منځه نه وي وړل شوي. له دې وړاندې د لغمان، نیمروز او یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه باندې د کرل شویو کوکنارو د لمنځه وړلو راپورونه خپارل شوي و.بل لور ته د کندوز ولایت امنیه قومندانۍ مسولین په دغه ولایت کې د نشه یي توکو د پېر او پلور په تور د نهو تنو د نیولو خبر ورکړیدی.د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خپرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد اشخاص د کندوز ولایت مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د پولیسو لخوا نیول شویدي.په خبر پاڼه کې ویل شویدي: ” له نیول شویو کسانو سره ۳۸۰ قرصه تابلیت کا، ۲۳۲۷ ګرامه شیشه او ۴۹۹ ګرامه چرس هم نیول شویدي”.یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت د مشرتابه لخوا د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د کوکنارو د کښت د لمنځه وړلو په موخه اړوندو ادارو او مسولینو ته جدي لارښوونې او سپارښتنې شویدي.

    مخکینۍ مقالهبلخ: یو تن سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو
    راتلونکي مقاله شیطاني شبکه

    مربوطه لیکنې

    بېړنی‌خبر

    31 مارچ 2026

    تېر کال هېواد کې څه باندې دوه میلیونه الکترونیکي تذکرې وېشل شوې

    30 مارچ 2026

    د افغان حکومت مشرتابه د فرمان له امله افغانستان کې د کوکنارو کښت کچه په یې ساري ډول ټيټه‌ شوې

    30 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 31 مارچ 2026

    بېړنی‌خبر

    د خیبر پښتونخوا خیبر ولسوالۍ کې د یوې زورورې چاودنې غږ اورېدل شوی د پاکستان…

    اسوشیټېډ پرېس: د خلیج یو شمېر عربي هېوادونه ټرمپ د ایران پر ضد د جګړې ته دوام هڅوي

    31 مارچ 2026

    بلوڅ وسله والو په ۳۰ بريدونو کې لسګونه پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

    31 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بېړنی‌خبر

    31 مارچ 2026

    اسوشیټېډ پرېس: د خلیج یو شمېر عربي هېوادونه ټرمپ د ایران پر ضد د جګړې ته دوام هڅوي

    31 مارچ 2026

    بلوڅ وسله والو په ۳۰ بريدونو کې لسګونه پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

    31 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،086 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،157 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.