‏د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د اور وژنې ډلګۍ د جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند غنمو منډوي ترڅنګ او د سرخرود ولسوالۍ قلعه اخند سيمه کې لګیدلی اور پر وخت مهار او د ډېرو زيانونو مخنيوی کړی.

‏د معلوماتو له مخې، دواړه پېښې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې وې چې د ۱.۵ میليونه افغانیو په ارزښت توکي ژغورل شوي او د ۱۵۶ زره افغانيو په ارزښت توکي سوځېدلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version