‏د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي ویلي، چې په دې ولایت کې د سختو ورښتونو له امله ګڼ شمېر کورونه اوبو لاندې کړې دي.

د نوموړي په وینا، د وروستیو بارانونو له کبله د ځینو سیمو اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ شوي او د کورونو د ویجاړېدو او زیانونو اندېښنې زیاته شوې ده.

په ورته مهال د ننګرهار ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د خلکو د ژغورنې او مرستو رسولو لپاره یې بیړنۍ هڅې پیل کړې او زیانمنو سیمو ته د مرستندویه ټیمونو لېږد دوام لري.

د ویلو ده، چې د ننګرهار په ځينو سیمو کې له سېلابي اوبو د هېوادوالو د ژغورنې لپاره له پوځي هلیکوپټرو هم کار اخیستل شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version