د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ زاوې کلي په يوه کور کې د خونې د چت پرېوتو په پېښه کې د دوو مېرمنو په ګډون درې تنه ټپيان شوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د خوږياڼو امنیې قومندانۍ منسوبین د پېښې ځای ته پر وخت رسيدلي او ټپيان يې د لا ښې درملنې په موخه د یادې ولسوالۍ اويا بستريز روغتون ته لېږدولي دي.