ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۱۱/۸ ھ ق.
– [ ] افغانستان:
۱_پاکستاني انټرنېټي غلو د هند دفاع وزارت پر سایټونو سایبري بریدونه کړي.
۲_دانګفنګ چینایي شرکت افغانستان کې د موټرو د تولید په برخه کې ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي.
۳_د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: هېواد کې د ۲۶۱ مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې پیل شوې.
۴_د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سره کتلي.
۵_افغانستان تېر کال د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته غالۍ صادرې کړي.
۶_امنیتي ځواکونو ننګرهار کې ۱۳ تنه د نشهیي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي.
۷_ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې تعدیل او منظورې کړې.
۸_ننګرهار کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې د دوو مېرمنو په ګډون درې تنه ټپیان شوي.
– [ ] سیمه:
۱_پاکستاني طالبانو بلوچستان ايالت کې حکومتي ملېشو پر کاروان د ماين چاودنه ترسره کړې.
۲_تیراه کې د جګړې دوام؛ د پوځ اکمالاتي کاروان د پاکستاني طالبانو کمین ته غورځېدلی.
– [ ] نړۍ:
۱_د امريکا دفاع وزارت د پوځ ۲۰ سلنه جنرالان له دندو ګوښه کوي.
۲_ډونالډ ټرمپ او اردوغان ټيليفوني خبرې کړې دي.
۳_احمد الشرع اروپا ته د لومړي سفر په ترڅ کې فرانسې ته ځي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.