‏د ننګرهار کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست تر چتر لاندې د «Ummah» خيريه بنسټ له لوري ۱۰۰۰ راستنو شويو کورنيو سره د شاوخوا اووه ميليونه افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر ویلي، د دغه ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو ریاست له قوله ویلي، چې هرې کورنۍ ته د اووه زره افغانيو په ارزښت خوراکي توکي ورکړل شوي دي.

ورته مهال د «Ummah» خيريه بنسټ مشر مولوي حامد ویلي، چې تېره ورځ يې هم ۸۰۰ بېوزله، يتيمو او بې‌سرپرسته کورنیو ته مرسته رسولې او په راتلونکې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version