وال‌سټریېټ ژورنال د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په جدي ډول هڅه کوي تر څو د روان میلادي کال تر پایه د کیوبا کې حاکم نظام نسکور کړي.

سرچینې د یوه امریکايي چارواکي له قوله چې نوم یې نه‌دی ذکر شوی لیکلي، دا موضوع د کیوبايي تبعیدیانو او مدني ډلو سره په میامي او واشنګټن کې په ترسره شویو ناستو کې مطرح شوې ده.

دې چارواکي ادعا کړې، چې د امریکا حکومت باور لري د کیوبا اقتصاد د پرځېدو له ګواښ سره مخ دی او د دې هېواد حکومت د خپل اصلي متحد نیکولاس مادورو له تښتول کېدو وروسته تر ټولو کمزوري حالت ته رسېدلی دی.

په راپور کې راغلي، چې امریکا هڅه کوي، د کیوبا د اوسني حکومت له منځه داسې کسان واک ته ورسوي، چې امریکا پلوي او له واشنګټن سره هر راز جوړجاړي ته چمتو وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version