نړیوالو رسنیو راپور ورکوي، چې تېره ورځ (جمعه) څو سترو نړیوالو هوايي شرکتونو په ناڅاپي ډول اسرائیل او د خلیج هېوادونو ته لسګونه الوتنې لغوه کړې دي.

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ، اسرائیل لا هم پر ایران د احتمالي برید لپاره د فرصتونو په لټه کې دی.

د راپور له مخې، د کې‌اېل‌اېم (KLM) شاهي هالنډي هوايي شرکت، ایرفرانس، برټش ایروېز، لوفتهانزا او سویس انټرنشنل ایرو لاینز ټولو تل‌ابیب ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.

سربېره پر دې، ځینو هوايي شرکتونو دوبۍ، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته خپل خدمات هم درولي دي.

راپور زیاتوي، چې د الوتنو د لغوه کېدو همغږې بڼه ښيي، چې هوايي شرکتونو د سیمې د امنیتي خطرونو په اړه د ګډو استخباراتي ارزونو پر بنسټ دا پرېکړه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version