د ننګرهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې ۱۵۲ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې په دغو پروژو کې د اوبو لګولو کانالونو جوړول او پاکول، د کلیوالي سړکونو، پُلچکونو او استنادي دیوالونو جوړول شامل دي.

وزارت وایي، پر دغو پروژو څه باندې ۱۴۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version