د ننگرهار د عامې روغتیا رئیس امین الله شریف وايي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې په دغه ولایت کې د ۲،۴۷۱ روږدو درملنه شوې، چې ۱۷۰ ښځې او ۴۰ ځوانې نجونې پکې شاملې وې.
نوموړي د یوې خبري غونډې پر مهال د ننگرهار د روغتیايي سیستم په اړه رسنیو ته د معلومات ورکولو پر مهال ویلي، چې ۸ نیم مېلیونه ناروغانو ته سرپايي درملنه (OPD) وړاندې شوې، ۲۳۴,۰۰۰ ناروغان بستر شوي او ټول روغتیایي خدمات ورته وړاندې شوي دي. :«د ۴۳,۴۸۵ شدیدو او ۱۹۳,۰۰۰ منځنیو خوارځواک ماشومانو درملنه شوې ده. په همدې موده کې ۱۰۴,۰۰۰ ولادتونه شوي، ۲۷,۰۰۰ لوی عملیاتونه او ۱۸,۳۰۰ واړه عملیاتونه بریالي شوي دي، چې ۱۲۲ عاجلو پېښو ته پر وخت ځواب ویل شوی او روغتیايي ډلې سیمې ته رسېدلي دي.»
ښاغلي شریف د خپلو د تر سره کړو کړنو په اړه وویل، د حوزوي روغتون د ICU بسترونو شمېر ۲۰ ته لوړ شوی او په تېرو ۱۲ میاشتو کې د ۱۱ روغتیایي مرکزونو د بنسټ ډبره اېښودل شوې او عملي کار پرې روان دی. په هسکهمېنه کې د جگړو له امله وران شوي پاپین روغتیایي مرکز بیا رغنیزې چارې پیل شوې. په ۸ روغتیایي مرکزونو کې د اوبو رسولو سیستم او پاک تشنابونه جوړ شوي دي. روغتونونو ته د ۲۷۵,۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت مجهز وسایل ورکړل شوي دي.: «په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۵,۹۲۰ د توبرکلوز ناروغان تشخیص او درملنه یې شوې. په خوږیاڼيو او پچیر اگام ولسوالیو کې ۲ د جن اکسپرت ماشینونه نصب شوي. په تېر یو کال کې ۸,۶۰۰ د کالدانې او ۷۵,۷۰۰ د ملاریا ناروغانو درملنه شوې.»
نوموړي همدا راز ویلي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۳۰۲ نارینه او ښځینه د روغتیایي علومو انستېتیوت څخه فارغ شوي او د عملي زده کړو لپاره د یو مېلیون افغانیو په ارزښت سکیل لیب جوړ شوی دی.:«په تېرو ۱۲ میاشتو کې د عامې روغتیا ریاست عواید ۶ مېلیونه افغانۍ ته رسېدلي دي، چې د عوایدو سرچینې یې په دولتي روغتونونو کې د محصلینو ستاژ، عملي زده کړې او د وینې بانک معاینات دي. د ننگرهار سیمهییز تخصصي روغتون په ۱۲ څانگو کې ۱۳۰ تنه ټریني ډاکتران تخصص کوي او په څلورو رشتو (عمومي داخله، عمومي جراحي، ماشومانو او رواني روغتیا) کې ۱۷ تنه ټریني ډاکتران نوي جذب شوي دي.»
د شریف په خبره، سږ کال د مختلفو څانگو څخه ۴۲ تنه ټریني ډاکتران فارغ شوي، چې روغتونونه، د ډاکټرانو شخصي کتنځایونه، لابراتوارونه، اېکسري او الټراساونډ مرکزونه او سرپايي کلینیکونه ارزول شوي او یو شمېر یې د اسنادو نیمگړتیاوو او سرغړونو له امله مهرلاک شوي دي.
نوموړي له عامې روغتیا وزارت څخه وغوښتل چې په دغه ولایت کې د روغتیايي چوپړتیاوو د ښه والي لپاره باید د ختیځ میډیکل کمپلېکس، انتاني روغتون او د نجونو د طبي زدهکړو انستېتوت لپاره دې ورته ودانۍ جوړې کړي.