د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا سره لیدلي او د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي.

له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د جاپان سفیر د دوحه۳ ناسته مهمه بللې او د اسلامي امارت گډون او د دوه اړخیزو ناستو دوام یې مهم بللی دی.په خبرپاڼه کې ویل شوي، د جاپان سفیر خصوصي سکتور ته د اسانتیاوو برابرولو او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې. :«جاپان له نشه‌يي توکو سره د اسلامي امارت پرېکنده مبارزې ته په کتو، په افغانستان کې د بدیل معيشت لپاره لس مېلیونه ډالره ځانگړي کړي دي.»

تاکایوشي کورومیا ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره اساسي پروژې پلې کړي او په دې برخه کې به یې همکاري دوام ومومي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ویلي، چې افغان حکومت خپلې ژمنې عملي کړې، له نشه‌يي توکو سره یې مبارزه کړې، د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره لا هم کار روان دی.: «د دوحه۳ ناسته کې ملگرو ملتونو د افغانستان شرایط او وړاندیزونه منلي وو او اسلامي امارت هیله لري، چې د افغانستان پر بانکي سیستم شته محدودیتونه له منځه ولاړ شي.»

نوموړي ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره تعامل او د اړیکو پراختیا غواړي او هېچاته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version