د ننگرهار ځايي چارواکي وايي، وروستیو ورښتونو د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

د ننگرهار له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د مرکز جلال‌اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله سلگونه سره مالونه تلف شوي، سلگونه جریبه ځمکه کې ولاړ فصلونه له منځه وړل شوي او لسگونه کورونه تخریب شوي دي.: «د دوربابا دور چينې سيمه کې ورښتونو او سېلاب له امله ۱۵۰ سره کورني ژوي تلف شوي او يو شمېر کسان چې په سېلاب کې بند پاتې وو ژغورل شوي دي، د مومندرې په گردي غوث بازار او ډکې او د لعلپورې په يو شمېر سيمو کې هم ورښتونو زيانونه اړولي دي چې هلته د هندواڼو شاوخوا ۲۰۰ جريبه فصلونه لمنځه تللي دي.»

د خبرپاڼې له مخې، همدا راز، لعلپورې، دره نور او يو شمېر نورو ولسواليو کې هم ورښتونه شوي چې هلته یې هم زیانونه اړولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، زیانمن شوو سیمو ته مرستندویه ډلې تللي دي، چې له تشخیص وروسته به زیانمن شوو سره مرستې وشي.

تېره اوونۍ او تر پرون پورې د هېواد په گڼو سیمو کې ورښتونه وشول، چې په ځینو سیمو کې یې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version