لیکوال: عادل افغان
ایکانومېسټ مجلې په خپلې تازه مقالې کې د پاکستان د نوي حکومت پر وړاندې پرتې ننګونې را سپړلې دي. دې مجلې لیکلي، قطبي شوی سیاست، متزلزل اقتصاد او دوامداره امنیتي ګواښونه هغه دری سترې ننګونې دي، چې د پاکستان نوی حکومت ورسره مخ دی.
د سرچینې په خبره، په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان زنداني کېدو په دغه هېواد کې سیاسي اړو دوړ لا پسې پراخ کړی دی.
د دې مجلې په خبره، که څه هم عمران خان د یو لړ تورونو له کبله په ۳۱ کاله زندان محکوم شوی او اوسمهال په زندان کې پروت، خو د نوموړي له غیابت سره سره، د ده ګوند په تېرو ټاکنو کې وښوده چې تر هر چا مخکښ و او د یاد هېواد په سیاست کې د پام وړ رول لري، خو د سرچینې په وینا، په پاکستان کې د عوامو له پراخ ملاتړ او نفوذ سره سره، د عمران خان تر مشرۍ لاندې تحریک انصاف ګوند اوسمهال یوازې د خیبرپښتونخوا تر ایالتي حکومت پورې محدود کړای شوی او په دې سره نوي حکومت، خان او د هغه ګوند څنډې ته غورځولی، اوسنی لومړی وزیر شهباز شریف لا هم له تحریک انصاف څخه په وېره کې دی او نوموړی یې تر شدید فشار لاندې راوستی دی.
د یادې سرچینې په خبره، د پاکستان پوځ چې په دغه هېواد کې د پام وړ نفوذ لري او دغه راز له شهباز شریف څخه یې په تېرو ټاکنو کې هم کلک ملاتړ وکړ، اوس د عمران خان د ګوند د غړو د لاریونونو او نورو فشارونو له وېرې پر ټولنیزو شبکو پراخ محدودیتونه لګولي او دغه راز د خان د پلویانو د ځپلو لپاره یې هم ډېر شمېر پولیس او پوځيان ګومارلي دي.
د دغه هېواد د پوځ پیاوړي مشر عاصم منیر په دې برخه کې تر اوسه هېڅ ډول جوړجاړي ته غاړه نه ده اېښې او د دغه هېواد پوځ پر هغه چا توندې نیوکې او ورته ګوتڅنډنه کوي چې په هېواد کې د بې ثباتۍ او نارامۍ لامل کېږي. په مطلب کې وړاندې راغلي، پر سیاسي کشکمشونو سربېره پاکستان اوسمهال له اقتصادي کړکېچ سره هم مخ دی.
دغه هېواد اوس په ډېره اندازه پوروړی دی، بیي پکې به مخیني لوړې دي او اقتصادي تورم پکې په چټکۍ سره مخ پر ودې روان دی. د شریف مخکیني حکومت پر دې توانېدلی و چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه دری میلیارده ډالره بېړنۍ مرسته ترلاسه کړي، خو د دغه تړون موده دا دي په دې اپرېل میاشت کې پوره شوه.
اوس تمه کېږي چې نوی حکومت به په دې لټه کې وي چې له دغه صندوق څخه تر هغه ډېر او دوامداره پور واخلي، که نوی حکومت د دغه پورې پر اخیستلو وتوانېږي، دا به یاد هېواد په تاریخ کې ۲۵مه کڅوړه مالي پور وي چې ترلاسه کوي یې، خو د پیسو نړیوال صندوق بیا دغه هېواد ته د پور د ورکړې په بدل کې د دولتي شرکتونو پر خصوصي کولو او دغه رار د مالیاتي بنسټونو پر پراخولو سربېره، ګڼ نور او سخت شرطونه اېښي دي.
په مقاله کې وړاندې راغلي، کله هم چې پاکستانیو حکومتونود پیسو د نړیوال صندوق د دغو شرطونو د پوره کولو تکل کړی، په دغه هېواد کې د سیاسي ګوندونو، ډلو، کارګرانو، کورنیو او اتحادیو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی. د دې ترڅنګ کله چې د یاد هېواد حکومتونو د مالیاتو د لوړولو هڅه کړې، د خلکو د ناخوښیو او دغه راز د سختو لاریونونو لامل شوې، ان تر دې چې پوځ مداخله کړې او د غیرنظامي مشرانو د دغه ډول اقداماتو مخه یې نیولې ده.
مقاله دغه راز زیاتوي، پر سیاسي او اقتصادي اړو دوړ سربېره، د پاکستان پر وړاندې بله لویه ننګونه امنیتي وضعیت دی. هلته ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو د دغه هېواد امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړی دی.
ویل کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو راهیسي په پاکستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو لور ته روان دی او د یاد هېواد پر پوځ او امنیتي ځواکونو بریدونه په بې مخیني توګه ډېر شوي دي.
د پاکستان حکومت تور پورې کوي چې د دغو بریدونو تر شا د افغان طالبانو لاس دی، ځکه د دوی په خبره، ټي ټي پي په افغانستان کې خوندي مرکزونه لري او دغه راز د افغان طالبانو کلک ملاتړ ورسره دی.
پاکستان د دې چارې د مخینوي لپاره پر طالبانو ډول ډول فشارونه راوړ او ان په دې وروستیو کې یې د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه هم وکړل، خو داسې ښکاري چې دغه فشارونه بې پایلې دي.
له همدې کبله به د روان وضعیت او ننګونو د مدیریت لپاره به د لومړي وزیر شهباز شریف وړتیا ډېره مهمه وي. که څه هم نوموړي په خپله کابینه کې د مالیې وزارت لپاره داسې کس ګومارلی چې د پراخو اصلاحاتو لاپې وهي، خو د دغه اصلاحاتو بریا نامشخصه ده.
دغه راز خصوصي کېدو هڅې هم په یاد هېواد کې د سیاسي ډلو ټپلو له مخالفتونو سره مخ دي، چې ښه بېلګې یې د دغه هېواد د هوايي نړیوالې کرښې یا پي آی اې د پلور مسئله ده، چې د سیاسي ډلو له جدي مخالفت سره مخ ده.
دغه راز شهباز شریف دې ته هم جدي اړتیا لري چې له چین، د فارس خلیج له هېوادونو او دغه راز له امریکا سره د پاکستان اړیکې وساتي او وپالي ترڅو له دې لارې خپل اقتصادي ثبات او بهرنی ملاتړ تضمین کړي.
د مقالې لیکوال په پای کې لیکي، د پاکستان نوی حکومت باید قطبي شوی سیاست تعقیب کړي، اقتصادي ستونزو ته رسېدنه وکړي او دغه راز د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره هم لاس پر کار شي. پر دې ستونزود برلاسي کېدو لپاره د دغه هېواد حکومت سیاسي اجماع، زړورو اقتصادي اصلاحاتو او د امنیتي ستونزو د له منځه وړلو لپاره اقداماتو ته اړتیا لري.
د پاکستان مخ پر وړاندې مسیر نامعلو دی، خو د پاکستان ثبات له همدغو یادو مسایلو سره تړلی دی.
د پاکستان په اړه د ایکانومېسټ مجلې له دغې واقعي او پر حقیقت ولاړه مقالې څخه دا په ډاګه کېږي چې د یاد هېواد پوځي او سیاسي مشرانو د ناسمو او منفي پالیسیو، د نورو لپاره خوش خدمتیو، ناسالمو سیالیو، پر خپل ملت او خلکو ظلم، دوه مخي سیاست، اداري او اخلاقي فساد او ګڼو نورو نادود کارونو له کبله پاکستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي لحاظ له نه رغېدونکې او یا هم اوږدمهالې سرطاني ناروغۍ سره لاس او ګرېوان کړی دی.
د دې هرڅه مسوول په خپله پاکستاني پوځي او سیاسي مشران دي، دوی لسیزې د امریکا او غربي هېوادونو د خوشاله کولو لپاره دوی ته تر خپل هرڅه تېر شول، هرڅه یې ورته لیلام کړل، هوايي اډې یې ورته ورکړې، پر افغانستان د امریکا د یرغل پر مهال یې دوی ته هوايي حریم په ازدانه شکل ورکړی و، بندرونه یې په واک کې ورکړي وو، په دغه هېواد کې له شتو پوځي اډو یې پر افغانستان بمبارۍ او توغندیز بریدونه کول او دغه راز له دوو لسیزو ډېره موده یې خپلې ټولې لارې د ناټو لاریو او اکمالاتو ته وقف کړې وې چې له هر ډول ټکسونو یې معافیت ورکړی و او په دې توګه امریکا په ازادنه شکل تګ راتګ کاوه او په افغانستان کې یې د خپلې پیل کړې نامشروع جګړې او اشغال ماشین پرې چالان ساتلی و.
پاکستان د هغو ټولو تېروتنو، خوش خدمتیو، پرديپالنې او د ارزښتونو پایمالولو له نتیجې سره مخ دی. پاکستاني جنرالان او سیاسي مشران اوس هڅه کوي چې د خپلو دغه نه بښل کېدونکو تېروتنو پړه پر نورو واچوي او په دې سره خپل ملت او نورې نړۍ ته فرېب ورکړي.
پاکستان اوسمهال د خپلې بقا له جګړې سره مخ دی، خو دوی لا هم فرصت لري، که نوی حکومت د پخوانیو حکومتونو له تېروتنو لږ درس هم اخیستی وي، هغه تېروتنې به بیا نه تکراري، د هغول پر پله به نه ځي، نوي واقعیتونه به مني، ولس به راخپلوي، له ګاوډیو سره به ښو او پر درناوي ولاړو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي او مثبت تعامل ته به غاړه ږدي، خو که دوی بیا هم تېرې تجربې بیا تکراري، تېرې تېروتنې بیا تکراروي، بیا نو دا اوسنی شته فرصت یې هم له لاسه وتونکی دی او بیا یې پاشل کېدل او له منځه تلل حتمي دي، ځکه یاد هېواد په اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او امنیتي لحاظ هغه حالت ته رسېدلی، چې نه په کور دننه پرې څوک باور کوي، نه یې ګاونډیان کوي او په نړیواله کچه یې لا وختي خپل حیثیت لیلام کړی او د دغه ډول حکومتونو او ملتونو پاشلتیا حتمي ده، د نړۍ په اوږده نه بلکې لنډ تاریخ کې ډېر داسې ملتونو او هېوادونو لرو، چې کله هم دې مرحلې ته رسېدلي، بیا نه دي رغېدلي او د تل لپاره غورځېدلي دي