د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ وزارت وايي، په ننگرهار کې کب‌رزونه د پراختیا په حال کې ده او په دغه ولایت کې د کب‌روزنې گڼ فارمونه جوړ شوي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کرنې وزارت له لوري په ننگرهار کې د کب‌روزنې د ترویج او دودولو په پار د کب‌روزنې گڼ شمېر فارمونو د جوړولو ترڅنگ په دغه ولایت کې له کب روزونکو سره هر اړخیزې تخنیکي او مالي مرستې هم شوي او ترڅنگ یې په دې برخه کې خصوصي سکتور ته د پانگونې زمینه هم برابره شوې ده.:«په ننگرهار کې د کب‌روزنې ترویج او پراختیا په پار د ننگرهار دکانال ریاست د هډې فارم اړوند ثمرخېلو سيمه کې د کبانو روزنې او ساتنې حوضونه جوړ کړي دي، چې په دغو حوضونو کې څلور ډوله کبان روزل کېږي، چې اوسمهال خرڅلاو ته چمتو شوي دي.»

د خبرپاڼې له مخې، خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې په دې ولایت کې د کبانو ډېر شمېر فارمونه جوړ شي، چې ورسره به لسگونه کسانو ته د کار لنډمهالې او اوږدمهالې زمینه هم برابره شي.

د یادونې وړ ده، د ننگرهار کانال شرکت د هډې فارم ثمرخېلو سیمه کې په‌خپل لگښت په لسگونه جریبه ځمکه د کبانو روزنې حوضونه جوړ کړي، چې اوس د گڼو فارمونو کبان پلور ته چمتو شوي دي.

د دې سربېره په ننگرهار کې د خصوصي سکتور په چوکاټ کې هم گڼو پانگه‌والو د کبانو روزنې فارمونه جوړ کړي، چې هر کال ترې لسگونه ټنه د کبانو غوښه تولیدېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version