د ننگرهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې یو زده‌کوونکي سنټر فيوچ، مايکروسکوپ او سټاسکوپ جوړ کړي دي.

د ننگرهار له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد زده‌کوونکی یعقوب نومېږي او د روداتو ولسوالۍ د قطرغې لېسې د دولسم ټولگي زده کوونکی دی.: «د ننگرهار روداتو ولسوالۍ اړوند د قطرغې لېسې د دولسم ټولگي زده‌کوونکي يعقوب د یو تعلیمي فعالیت په ترڅ کې د سنټر فيوچ، مايکروسکوپ او سټاسکوپ په جوړولو کې خپل مهارتونه ښودلي دي. نوموړي دا پروژه د ښوونځي د درسونو او نورې مطالعې له مخې تر سره کړې ده.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد زده‌کوونکي په دغه پروژه د څلور زره افغانیو لگښت کړی او که زمینه ورته برابره شي، په دې برخه کې ښه کار کولی شي.: «د پوهنې رئیس مفتي حبيب حضرت حقاني د ياد زده کوونکي د تعليمي پروژې او نوښت ستاينه وکړه او نوموړی يې په نغدي مکافاتو او ستاينليک تقدير کړ، پوهنې رئيس ياد زده کوونکي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ورته يې لارښوونه وکړه ترڅو په دې برخه کې لا ښه کار تر سره کړي.»

افغان وگړي په ډېرو برخو کې ښه وړتیا لري؛ خو په هېواد کې د پرله‌پسې جگړو له امله دغه وړتیا ځپل شوې وه.

د روان پوهنې د برخې کارپوهان وايي، که په افغانستان کې سوله دایمي شي او د خلکو اقتصادي حالت ښه شي، لرې نه ده چې په نږدې وخت کې به افغان وگړي په ډېرو برخو کې پرمختگ وکړي او ښې اختراع‌گانې به وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version