د ننگرهار امنیتي مسوولین وايي، د جلال‌اباد ښار د اتمې حوزې اړوند د توغچي کلي کې یو کس تېر ماښام له روژه‌ماتي یوازې څو دقیقې وړاندې خپله مېرمن، نږور او زوی په ډزو سره وژلي دي.

د ننگرهار د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، قاتل نیول شوي او ډېر ژر به یې عدلي ـ قضايي ارگانونو ته ورپېژني.: «ياد تن د اتمې ناحيې اوسېدونکی دی، چې تېر ماښام يې له روژه ماتي مخکې خپله مېرمن، ځوان زوی او نږور په ډزو سره ټپيان کړل، چې وروسته سيمه‌ييز روغتون کې د ژورو ټپونو له امله يې ژوند له لاسه ورکړ. نيول شوي تن څخه څېړنې روانې دي چی ډېر ژر به عدلي او قضايي ارگانونو ته د قانوني اجرااتو په موخه وسپارل شي.»

زابلي نه دي ویلي چې یاد تن رواني ناروغي لرله او که د کورنیو ستونزو له امله اړ شوی چې د خپلې کورنۍ درې غړي ووژني.

په هېواد کې په گڼو کورونو کې د وسلو شته‌والی، کورنۍ ستونزې، ناپوهي او غربت هغه لاملونه دي، چې وخت ناوخت وړې ستونزې د ډېرو په ژوند پای ته ورسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version