په ننگرهار کې د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي مشر محمد ولي محسن وايي، د جلال‌اباد ښار اړوند د دورنټې سیمه کې یې ۱۲۰ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.

دی وايي، یاده ځمکه د برېښنا ریاست اړوند وه؛ خو له تېرو اتلس کلونو راهیسې د شخصي تصرف لاندې وه.

د محسن په خبره، په دغه ځمکه ۲۱۹ بابه سرایونه، هوټلونه او هټۍ جوړې شوې دي، چې بېرته به پانگه‌والو ته د قانون سره سم په کرایه ورکړل شي.

د ننگرهار سربېره د هېواد په گوټ ـ گوټ کې زرگونه جریبه دولتي ځمکه د غاصیبنو او زورواکو له لوري غصب شوې، چې اوسمهال د غصب مخنیوي ډله یې د خلاصون هڅه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version