د ننگرهار ځايي مسوولین وايي، د تورخم په ښارگوټي کې یې ۲۰۰ تنه سوالگر راټول کړي، چې ډېری یې کم‌عمره ماشومان دي.

د ننگرهار له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، سوالگر ماشومان یې مسوولو ادارو ته د پېژندنې او بایومټریک لپاره سپارلي، تر څو مستحقو سره مرستې وشي او د حرفوي سوالگرو ستونزې هوارې شي.: «د نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت د دې کمپاین مشري کوي او وایي چې دا بهیر به تر هغې دوام لري ترڅو له جلال اباد ښار او نورو سیمو څخه سوالگر راټول او مناسبې مرستې ورسره وشي.»

په تېرو دوه‌نیمو کلونو کې د کابل په گډون د هېواد له ټولو ولایتونو سوالگر راټول شوي. له مستحقو سره مرستې شوي او حرفوي سوالگرو د ستونزو د هوارېدو هڅه شوې ده.

که څه هم په هېواد کې فقر عمومي دی؛ خو ډېری سوالگر حرفوي دي او حتا ځینې کورنیو خپل ماشومان د سوال کولو لپاره یادو کسانو ته په واک کې ورکوي او د ورځې ترې ځانگړې روپۍ اخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version