افغانستان د خپل د تغیر او دوام سیاستونو له امله کرار کرار ځان د اقتصادي محاصرې له حصاره باسي، پخوا به زموږ تکیه یوازې په ایران او پاکستان وه، چې نوموړو هېوادونو د مارکیټ برخه هم سیاسي کړې او ظالمانه کړې وه.
د دې هیوادونو که به له افغانستان او افغانانو سره سیاسي روابط ښه ول نو زموږ تجارتي اموال به هم په نورمال شکل اقتصادي جریان او سایکل کې داخلېدل، اما که به مو لږ سره سیاسي اوضاع خړه پړه شوه نو زموږ د سوداګرو پر مخ به یې یا دروازې وتړلې او یا به یې ګمرکي تعرفې لوړې کړې.
د دوی د انتقام جویانه سیاستونو نه د خلاصون په موخه افغانستان د خپل د بیروني سیاست په تناظر کې اقتصادي حلقه بله هم اضافه کړه چې هغه د تاجکستان هېواد وو؛ کله چې له تاجکستان سره سوداګریز تعامل ته ننوتو زموږ اتکا په ایران او پاکستان تقریباً څلویښت سلنې ته راټیټه شوه.
د هوایي کوریډرونو په تکمیلېدو او فعالېدو دا څلویښت سلنه اتکا نوره هم په راټیټېدو ده؛ تاسو شاهدان یاست چې تېره ورځ د کونړونو پیاز د هندوستان تر مارکیټونو ورسېدل.
افغانستان په دې برخه کې پاکستان چور له پامه وغورځاوه، افغانستان چې کله بدیلي سوداګرېزې لارې نه لرلې پاکستان زموږ له احتیاجه زموږ له خوږ ګوتې استفاده کوله، بیا د چابهار بندر په اجاره کولو د پاکستان له محاصرې په تکیتکي ډول لږ ازاد شوو، د تاجکستان سره په اقتصادي جریان کې په ګډېدو سره د پاکستان د مارکیټ د زوال ورځې را ورسیدې.
نن د چنګاښ په شلمه د بدخشان د کوریډور د رغولو چارې تر صفرې نقطې ورسیدې نو د خوشبختیو یوه بله کړکۍ د افغانستان په لور پرانستل شوه او افغانستان ټول اقتصادي انحصارونه مات کړل او مستقیماً به دا جغرافیه د اسیا په اقتصادي څلور لارې واوړي، له دې بعد به د پاکستان تجارتي کیلي په کابل کې وي او کابل به د تعامل او تجارت په مرکز باندې بدل شي او افغانستان به د زرګونه کاله پخوانی مارکیټ موقیعت بیا راپیدا کړي، لکه څنګه چې د وریښو له لارې اسیا او منځني اسیا ته او بیا اروپا ته له دې ځایه انتقالات کېدل.
د بدخشان کورېډور هماغه د وریښو تاریخي مسیر دی چې د افغانستان اقتصادي وچ شوي رګونه به بیا احیا او وینه په کې وچلېږي، موږ به بیا تېر برم ته ستانه شو.
هغه د شاعر خبره:وچې ویالې وساتئ راځي اخر اوبه ورته غم څه وي او ډار څه وي لرمه افغان زړه ورته