Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»نن په ټول هېواد کې د گوزڼ واکسینو کمپاین پیلېږي
    افغانستان

    نن په ټول هېواد کې د گوزڼ واکسینو کمپاین پیلېږي

    صابر افغانصابر افغان29 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د عامې روغتیا وزارت وايي، نن دوشنبه ۱۴۰۳/۰۲/۱۰مه نېټه په ټول هېواد کې د گوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې کمپاين کې ماشومانو ته ويټامين A هم ورکول کېږي، نو له دې فرصت نه گټه پورته کړئ، ترڅو خپلو ټولو ماشومانو ته د پوليو واکسين د څاڅکو ترڅنگ ويټامين A هم ورکړئ.

    د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل وايي، دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي او له پینځو کلونو کم عمره لس اعشاریه اووه مېلیونه ماشومانو ته په واکسین ورکړل شي.

    د امرخېل په خبره، په روان کال کې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو پرو سږکال د هېواد په ختیځ کې شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وي.

    دی وايي، په غور، بامیان او دایکندي کې د ورښتونو او سېلابونو له امله دغه کمپاین اوس نه کېږي او په یادو ولایتونو کې به څو ورځې وروسته پیل شي.

    نوموړي له قومي مشرانو، میندو او پلرونو څخه غوښتي، چې په دغه کمپاین کې ورسره همکاري وکړي او خپل ماشومان د پولیو ضد واکسینو څخه پرې نه‌ږدي.

    د ډاکټرانو په خبره، پولیو هغه ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې واکسین کولی شي له دې ناروغۍ ماشومان روغ وساتي.

    دوې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د گوزڼ د تشخیص لابراتوار جوړ شو او له دې وړاندې د یادې ناروغۍ تشخیص په هېواد کې ممکن نه وو.

    د افغانستان سربېره پاکستان او نایجریا هغه هېوادونه دي، چې اوسمهال پکې دغه ناروغي شته او هر کال پرې لسگونه ماشومان اخته کېږي.

    مخکینۍ مقالهخیبر پښتونخوا: دېره اسماعیل خان کې وسله والو یو قاضي تښتولی دی
    راتلونکي مقاله تاجک اولس او ناوړه برخلیک

    مربوطه لیکنې

    بېړنی‌خبر

    18 اپریل 2026

    د کابل او مسکو ترمنځ د مستقیمو بانکي اړیکو پر رامنځته کېدو ټینګار شوی

    18 اپریل 2026

    قزاقستان له افغانستان سره سوداګري درې میلیارده ډالرو ته لوړوي

    18 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 18 اپریل 2026

    بېړنی‌خبر

    هرمز تنګی يو ځل بيا د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شو د…

    صهیونیستي رژیم غزه کې تر ۳۸ زره زیاتې ښځې او انجونې شهیدانې کړي

    18 اپریل 2026

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي: غني شوي یورانیم مونږ ته د خپلې خاورې په څېر ارزښتمن دي او هیڅ ځای ته به ونه لېږدول شي

    18 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بېړنی‌خبر

    18 اپریل 2026

    صهیونیستي رژیم غزه کې تر ۳۸ زره زیاتې ښځې او انجونې شهیدانې کړي

    18 اپریل 2026

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي: غني شوي یورانیم مونږ ته د خپلې خاورې په څېر ارزښتمن دي او هیڅ ځای ته به ونه لېږدول شي

    18 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،144 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،178 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.