د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هېواد په نهو ولایتونو کې د واورې، باران او تېزو بادونو اټکل کړی.

په یادو ولایتونو کې بادغیس، فاریاب، سر‌پل، غور، بامیان، دایکندی، میدان وردګ، پکتیکا او بدخشان ولایتونه شامل دي.

اعلامیه زیاتوي، چې د اورښت اندازه به له ۱۰ تر ۲۰ ملي مترو پورې وي او په شمالي او لویدیځو ولایتونو کې به بادونه له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتره چټکۍ سره لګېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version