الجزیرې راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، که د دغه هېواد مشرتابه ژر اقدام ونه کړي، له جدي پایلو سره به مخ شي.

نوموړي زیاته کړې «د ایران لپاره وخت تېرېږي، غوره ده چې په چټکۍ ګام پورته کړي، که نه هېڅ به ترې پاتې نه شي.»

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، د امریکا او اسرائیل پوځي اقداماتو هیله بښوونکي ډیپلوماټیک بهیرونه له منځه وړي او د انرژۍ په مهمو لارو کې یې ناامني زیاته کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version