اريانا افغان هوايي شرکت خبر ورکړی، چې د کابل–نوي ډیلي ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د لا پياوړتيا او د انتقالاتو د کچې د زياتوالي په موخه یې ياد سکتور ته کارګو او مسافر وړونکي الوتنې زياتې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دا مهال هره اوونۍ له کابل څخه نوي ډیلي ته د یاد شرکت شپږ کارګو او دوه مسافر وړونکې الوتنې ترسره کېږي.

اریانا افغان هوایي شرکت ویلي، دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا، د توکو د لېږد اسانتیا او د افغانستان د صادراتي بهیر د ملاتړ په موخه اخیستل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version